د هلمند سیند مشاعرې ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته شوې
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د یاد ولايت د شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو د ټولنو له استازو سره د هلمند سیند مشاعرې د ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته شوې ده.
د ښاغلي راشد په وينا؛ دې ناسته کې د ۱۴۰۴ کال هلمند سيند مشاعرې په اړه له شاعرانو، فرهنګيانو او لیکوالانو سره مشورې وشوې، تر څو مشاعره د نورو کلونو په څېر خوندوره او منظمه ترسره شي.
نوموړي وويل: د مشاعرې ځای، وخت، سټیج ته د ویناوالو، نعت ویوونکو او شاعرانو راغوښتلو نظم باید برابر وي، د مشاعرې مېلمنو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، تر څو مېلمانه له کومې ستونزې پرته مشاعره کې تر پایه برخه واخلي او هر شاعر باید په خپل ټاکلي وخت شعر ووایي.
همداراز نوموړي له ټولو شاعرانو څخه غوښتنه وکړه، چي له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري لا زیاته کړي، تر څو په هلمند کې ټول کلتوري فعالیتونه له کومې ستونزې پرته په خپل وخت تر سره شي.
د ناستې ګډونوالو په نوبت سره خبرې وکړې او له یو بل سره يې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ، تر څو یاده مشاعره په ځانګړي نظم تر سره شي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ق
