د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين د هرات ولایت د رسنیو ستونزې واورېدې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهی هرات ولایت ته د سفر په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو او د رسنیو له یو شمېر استازو سره ناسته وکړه او د دې ولایت د رسنیو ستونزې او ننګونې يې واورېدې.
د لوېدیځ زون د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ کمېټې مشر شمیل احمد مشعل د رسنیو د جوازونو د تمدید، د فریکونسي (راډیويي او تلویزیوني څپو) اړوندو موضوعاتو او د آزادو رسنیو د فعالیت پر وړاندې د نورو خنډونو په تړاو خبرې وکړې.
همدا راز د هرات د فعالو رسنیو مسؤلینو هم خپلې ستونزې او غوښتنې د خپرونو چارو له معين سره شریکې کړې.
د ناستې په پای کې ښاغلي مهاجر فراهی د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د ژمنو او ملي رسنیو ملاتړی دی او هڅه به وکړي، چې د دوی لپاره د قانوني او تخنیکي آسانتیاوو په برابرولو کې نور پرمختګونه هم رامنځته کړي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ق
