د اطلاعاتو او کلتور رئيس له ځوانانو سره وکتل
د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس اخندزاده مطيع الله متقي د ولايت مقام د مرستيال مولوي غلام محمد محمدي په شتون کې د دې ولايت له ځوانانو سره وکتل.
ښاغلي متقي د هېواد په روانو شرایطو کې د ځوانانو ونډه ډېره مهمه وبلله او د استعدادونو د غوړېدو، د علم او پوهې د کچې د لوړوالي، د کلتوري او ټولنيزې پراختيا په برخه کې يې د هغوی د فعاله ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د نوښت او لا زیاتو هڅو له لارې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
ځوانانو هم دا ډول ناستې د استعدادونو په روزنه او د نظریاتو په تبادله کې ګټورې وبللې.
۱۱/۱۰/۱۴۴۶ ق
