غزني کې د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د دريم سلطان مسعود ماڼۍ ورغول شو

tawana_admin
Wed, Oct 23 2024 3:06 PM
منتا

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د غزنويانو د دورې د دريم سلطان مسعود تاريخي ماڼۍ بیارغونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار چې خپله يې هم په دې حشر کې برخه اخستې وه وویل: د دې تاريخي ماڼۍ ډيری برخې د بارانو او طبيعي پيښو له امله زيانمنې شوې وې، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د وطندوستۍ په پار د يوه عمومي حشر په ترڅ کې بیا ورغولې، تر څو د راتلونکي ژمي، واورو او بارانونو له امله نور زيانمن نشي.
 نوموړي تاريخي آبدات د يوه هيواد کلتوري هويت وبلل او له خلکو يې وغوښتل چې د دې آبداتو په ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.

۱۴۴۶/۴/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل