ځوانانو چارو معینیت له اسلامک ريليف مؤسسې سره د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

tawana_admin
Wed, Nov 06 2024 9:41 PM
asad

چهارشنبه( ۴ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د افغانستان لپاره د اسلامک ریلیف مؤسسې له رئیس ښاغلي محمد ذوالقرنین عباس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او  د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې يې د اووه برنامو د تطبيق په موخه د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسليک کړ.
په یاده کتنه کې د ځوانانو چارو معين ښاغلي راشد د افغانستان لپاره د اسلامک ریلیف مؤسسې رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځوانانو په عمومي وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ هڅه کوو چې ځوانانو ته ورځ تر بلې ښه فرصتونه او آسانتیاوې برابرې کړو.
 ورپسې د اسلامک ریلیف مؤسسې رئیس ښاغلي عباس د ځوانانو د تعليمي، تحصيلي او کاري خدماتو په برخو کې د ځوانانو چارو معینیت هڅې وستایلې او د ځوانانو له پاره د پلان شوو کارونو او پلانونو په اړه یې معلومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د ځوانانو چارو معینیت او اسلامک ريليف افغانستان مؤسسې تر منځ د ۱۳۱ ميليونو افغانيو په ارزښت د همکارۍ دوه اړخيز تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې د ځوانانو د کاري فرصتونو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې اووه برنامې تطبيق او د کابل، بلخ او ننګرهار زونونو ۱۸۲۵ تنه ځوانان به ورڅخه مستفيد شي.

۱۴۰۳/۸/۱۶هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۶ ميلادي

تازه ترین اخبار

Wed, Nov 06 2024 9:49 PM
Background image

The Deputy Ministry of Youth Affairs signed an agreement worth 131 million Afghanis with the Islamic Relief Foundation  

On Wednesday, the 4th of Jumadi al-Awali 1446, Mavlawi Muhammad Yunus Rashid, the Deputy Minister of Youth Affairs at the Ministry of Information and Culture, met with Mr. Muhammad. . .

Wed, Nov 06 2024 9:37 PM
Background image

A coordination meeting was convened with spokespersons and representatives from government agencies in the northern zone Balkh

  On Wednesday, 4 Jumadi al-Awali 1446, a coordination meeting was held in Balkh province with spokespersons and officials from various government agencies in the northern zone. This. . .

BACK TO NEWS