د (وروستي اتل او تمسک القضاة الأمانیة) کتابونو مخکتنه وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د (وروستي اتل او تمسک القضاة الأمانیة) په نومونو د ژباړل شویو کتابونو مخکتنه ترسره شوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ترڅنګ، د یاد کتاب ژباړونکي مفتي عبدالقهار خالد زرنجوي، مخکښ لیکوالا داد محمد ناوک، یو شمېر دیني عالمانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له مفتي عبدالقهار خالد زرنجوي څخه مننه وکړه چې د افغان ولسونو د علمي ظرفیت لوړولو او د اسلامي تاریخ په اړه د ځوانانو د پوهولو په موخه یې دا کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي. د ښاغلي صمیم په وینا؛ د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د ورته غونډو له جوړولو څخه موخه د ځوانانو، لیکوالانو او څیړونکو مطالعې او لیکوالۍ ته هڅول او ټولنه کې د مطالعې فرهنګ ته پراختیا ورکول دي.
په غونډې کې لیکوال داد محمد ناوک او نورو دیني عالمانو هم له مفتي عبدالقهار خالد زرنجوي څخه یې د یادو کتابونو د ژباړلو په موخه د مننې کولو ترڅنګ د یادو کتابونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې ولسونه مو کتاب لوستنې او مطالعې ته ډېره اړتیا لري او د کتاب لوستل او مطالعه کول د انساني ټولنې د جوړونې اساس دی او ځوان نسل مو باید د خپل تېر برم او عزمت په اړه پوه شي.
په غونډې کې د یادو کتابونو ژباړونکی مفتي عبدالقهار خالد زرنجوي د عامه کتابتونونو ریاست څخه د داسې پروګرامونو جوړولو له امله د مننې کولو ترڅنګ وویل: د (وروستي اتل او تمسک القضاة الأمانیة) کتابونه د اسلامي تاریخ او قضاء بیانوونکي دي او هیله ده، چې هر څوک یې یو ځل مطالعه کړي. ښاغلي خالد زرنجوي له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل؛ چې د دغه کتابونو د خپرولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د (تمسک القضاة الأمانیة) کتاب د مولوي عبدالواسع کندهاري له لوري لیکل شوی، چې پکې په ۱۱۱۳ مادو کې حدودو او جنایاتو بیان شوي او همدارنګه د (وروستي اتل) کتاب لیکوال احمد امین دی چې دا کتاب بیا په اندلس کې د دوو مسلمانانو له دردونو ډکې رښتینې کیسو په اړه لیکل شوی دی او دواړه کتابونه د مفتي عبدالقهار خالد زرنجوي له لوري پښتو ژبې ته ژباړل شوي دي.
۱۴۴۸/۵/۳۰ هـ.ق
