د تخار ولایت له محلي رسنیو څارنه وشوه

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ریحان او ردا راډیوګانو له فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د اطلاعاتو آمر وویل: رسنۍ د ملت ویښتابه او د عامه ذهنونو د روښانه کولو کې اساسي رول لري.
نوموړي له محلي رسنیو وغوښتل، چې د رمضان المبارک د فضیلتونو او ګټو په اړه د عامه پوهاوي لپاره دیني برنامې او مناسباتي ترانې چمتو او خپرې کړي.
د ردا او ریحان راډیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د رمضان المبارک په جریان کې به د امارت اسلامي د نشراتي پالیسۍ مطابق ګټورې او اسلامي برنامې ترتیب، نشر او خپرې کړي.
۱۴۴۶/۹/۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۹ ل