د رسنیو د مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
![asad](/sites/default/files/2025-02/20250212_132236_2.jpg)
لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د دې ولایت د محلي رسنیو د مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ياده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د خوندیتوب کمیټې مشر میرویس خواخوږ او د بېلابېلو رسنیو استازو برخه درلوده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي له ټولو راغلو مسؤلینو مننه وکړه، هغه وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو رسنیو ته په هره برخه کې لاډېر امکانات برابر کړي، همداراز یې د رسنیو د مسؤلینو غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل چې د بېلابېلو مسایلو په اړه یې درلودل او ډاډ ورکړل شو چې غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې رسېدنه کیږي.
د ناستې په پای کې د رسنیو له مسؤلینو غوښتنه وشوه چې د دلوې سلواغې د ۲۶ مې د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ماتې په اړه ځانګړې خپرونې جوړي او نشر ته يې وسپاري.
۱۴۴۶/۰۸/۱۳ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۴ ھ ش