بادغیس کې لسګونه تنه ځوانان له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه سل تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مولوي مطیع الله متقي وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې ډېری ځوانان له دې پروګرام څخه فارغ شول، هغه د دې پروګرام موخه د ځوانانو د ډیجیټل مهارتونو لوړول وبلل.
د دې پروګرام ګډونوالو د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د داسې پروګرامونو له جوړولو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې نور ښوونیز پروګرامونه هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د دې پروګرام فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
۱۴۰۳/۱۰/۲۰ه ل
۱۴۴۶/۷/۸ هـ ق