بادغيس کې څو تاريخي او تفريحي سيمې ثبت شوې

د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: په جوند ولسوالۍ کې يې ۴ تاريخي او تفريحي سيمې ثبت کړې.
د يادو ثبت شوو سيمو له جملې يوه هم د جوند ولسوالۍ مرکز سره په پنځه کيلو مترۍ کې پرته د (ده ګرم) ځنګلي منطفه ده، چې د اوسيدونکو په وينا يې کلونه وړاندې د غیر قانوني کيندنو په ترڅ کې ورڅخه نامسؤله کسانو ډير شمېر تاريخي آثار لکه، مجسمې او له لاجوردو او عقيقو څخه ډکې کوزې وړي دي.
د يادې منطقې يو تن اوسيدونکی عطاءالله وايي: دې سيمه کې د ده ګرم په نوم اوږدې مغارې شته، چې اوږدوالی يې سلګونه مترو ته رسيږي، دا ځای ۱۹۰۰ کاله تاريخي لرغونتوب لري، چې پخوا د همدې سيمې د اوسيدونکو او نامسؤله کسانو له لوري په کې کيندنې شوي دي.
۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل