د اطلاعاتو او کلتور وزیر د هرات له ملي سوداګرو سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت د ملي سوداګرو له یوه پلاوي سره چې مشري یې د پامير کمپنۍ او خیریه بنسټ مسئول ملي سوداګر احمد شاه فقیري کوله وکتل.
ښاغلي خیرخواه صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د (پامير کمپنۍ خیریه بنسټ) له بشردوستانه مرستو او همکاریو څخه چې وروستیو کې يې د بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو له سیلاب ځپلو هیوادوالو سره ترسره کړې وې، ستاینه وکړه او زیاته یې کړه؛ ملي سوداګر او پانګوال د افغانستان ملي سرمایه ده، اسلامي امارت د دوی خوندیتوب، امنیت او د ستونزو ختمولو ته پوره ژمنتیا لري.
د یاد پلاوي په استازولۍ ښاغلي فقیري خبرې وکړې، نوموړي د اسلامي امارت حاکمیت د اللهﷻ له لوري یو ستر انعام وباله، د ملي سوداګرو او تجارانو لپاره يې اوسنی حالت د پانګونې او سرمایه ګزارۍ ښه فرصت یاد کړ، نوموړي همدا راز په هیواد کې د حکومت له لوري ملي سوداګرو ته د لا سهولتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
۱۴۰۳/۵/۲۹ ھـ ل
۲۰۲۴/۸/۱۹ میلادي