کندوز زون کې د فریلانسېنګ درې مياشتنی تخصصي پروګرام پای ته ورسېد

کندوز زون کې د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام چې درې میاشتې وړاندې د ۲۵ تنو ځوانانو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د اکټید دفتر په مالي ملاتړ د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ پیل شوی و، په رسمي توګه پای ته ورسېد.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال قاري محمد یونس راشد، د کندوز والي ملا نثاراحمد نصرت، د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیعالله روحاني، د بغلان او تخار ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیسانو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیعالله روحاني میلمنو ته ښه راغلاست ووايه او په ياد تخصصي پروګرام کې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له هراړخيزې پاملرنې او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو مننه وکړه او يادونه یې وکړه، چې د ا.ا.ا د ځوانانو د ودې او بوختیا لپاره په جدي توګه پاملرنه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد په خپلو خبرو کې دغه تخصصي پروګرام ځوانانو لپاره یو له مهمو پروګرامونو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه؛ په پام کې ده، چې د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام په برخه کې د هېواد په کچه د روان کال له پیل څخه تر پايه پورې شاوخوا شل زره ځوانان وروزل شي، د ځوانانو چارو معینیت ۷ میاشتې وړاندې د هېواد له ۷ زونونو څخه ۶ - ۶ تنه د استادانو په حيث وروزل، چې وروسته دغو روزل شویو ځوانانو په هر زون کې ۲۵ تنه د استادۍ په کچه له درې میاشتو مسلکي زدکړو ورکولو وروسته فارغ کړل او دغه ۲۵ تنه به په خپلو اړوندو ولایتونو کې د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام نورو ځوانانو ته زده کوي.
د غونډې په پای کې په تازه فارغ شویو استادانو باندې تصدیق پاڼې او يوــ یو پایه لپ ټاپ کمپیوټرونه وویشل شول.
۱۴۴۶/۲/۲ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ ھ ل