د هنر او فرهنګ معين د ضحاک له لرغوني ښار څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي باميان ولايت ته د سفر پرمهال د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي صفی الله رائد په ملتيا د ضحاک له لرغوني ښار څخه ليدنه وکړه.
د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي د خپل سفر موخه په باميان ولايت کې د ضحاک لرغوني ښار د برجونو او نورو تاريخي سيمو څخه ليدنه او څارنه ياده کړه، د نوموړي په وينا د باميان ولايت ټولې لرغونې سيمې له لوړ ارزښت او اهميت څخه برخمنې دي، د لرغونو سيمو او تاريخي آثارو ساتنه د ټولو مشترک مسؤليت دی.
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد د ضحاک ښار يو له لرغونو ښارونو څخه ياد کړ او ويې ويل: سږکال د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري، چې د يونسکو له نړيوال سازمان سره په ګډه د ضحاک ښار د دريم فاز د ويالو، پياده رو، برجونو او ديوالونو د بيارغونې کارونه شروع کړي.
د یاد سفر په ترڅ کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس د (۰۱۲) امنيتي قطعې منسوبينو ته وظيفه ورکړه، چې د لرغونو سيمو څخه په منظم ډول څارنه وکړي او دې ساحو کې د خپلسرو ودانيزو چارو مخنيوی وکړي.
۱۴۴۶/۲/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۵ هـ ل