د وزير پېژندنه

                                                                                                                       

 

 

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني

لنډ ژوندلیک:

 

 

ښاغلی عبدالباري جهاني د ارواښاد حاجي عبدالاحمد زوی په ۱۹۴۸مېلادي کال، د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي زېږېدلی دی، میرویس نیکه لېسه یې ویلې، په ۱۹۷۲م، د ادبیاتو د پوهنځي د تاریخ او جغرافیې څانګي څخه فارغ سوی، په پښتو ټولنه کي؛ د کابل مجلې د مدیریت او بیا د پوهني په وزارت کي د بهرنیو مرستو تر دوه کلن مدیریت وروسته د لس میاشتنیو لوړو زده کړو په موخه لبنان ته تللی. د بېروت څخه د راستنېدلو سره سم یې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي په توګه کار پیل کړی، په ۱۹۸۱م، کي پېښورته کډه سوی، تر دوه کاله علمي او ژورنالیستیک کار وروسته یې د امریکا ږغ راډیو سره د دندي پر اساس امریکا ته کډه کړې، د امریکا ږغ راډیو په مرکزي دفتر ( واشنګټن ډي سي ) کي یې اووه ویشت کاله د ویاند،ایډیټر او پروډیوسر په توګه کار کړی دی. تر دې مهاله یې شل آثار لیکلي او پنځولي چي اتلس یې چاپ او دوه چاپېدونکي دي.

نور

دکارموندنې اعلان