د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وياند مولوي وکیل احمد متوکل ژوند لیک

....

 

د مولوي وکیل احمد متوکل ژوندلیک

مولوي وکیل احمد متوکل د شهيد مولوي عبدالسلام زوی، د مولوي اغا محمد لمسی دی. چې په (۱۳۷۹ هـ ش) کال کې د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف د صالو کارېز په کلي کې د مولوي اغا محمد صاحب په دینداره او روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلی دی.
دیني زده کړې:
لومړنۍ دیني زده کړې یې د خپل پلار څخه پیل کړې دي، د پلار تر شهادت وروسته یې په (۱۳۹۰ هـ ش) کال کې په کندهار ولایت کې د شیخ مولوي عبدالحي صاحب څخه خپلې زده کړې پیل او تر متوسطې کچې یې ورسولې، ورپسې یې د مهربان استاد شیخ الحديث مولوي اختر محمد زعفراني صاحب د شاګردۍ ویاړ ور په برخه شو او خپلې منځنۍ زده کړې یې په اشرفیه مدرسه، حکیمیه مدرسه او د کندهار په ځینو نورو مدارسو کې بشپړې کړې.
ښاغلي متوکل په (۱۴۰۰ هـ ش) کال کې په اشرفیه مدرسه کې لویه دوره تکمیل کړه او د فراغت سند یې تر لاسه کړ.
عصري زده کړې:
نوموړي د دیني زده کړو ترڅنګ، عصري زده کړې هم کولې، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کندهار ښار شاه محمود هوتکي لیسه کې له ۱۲م صنف څخه فارغ شو.
مسئولیتونه:
نوموړي د اسلامي امارت تر بریا وروسته د اسلامي نظام د خدمت او هېوادنۍ مینې په موخه خپله لومړنۍ دنده د کندهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د تېمورشاهي لیسې د آمر په توګه پیل کړه، له څه مودې وروسته د همدغه ریاست د ویاند په توګه وګومارل شو.  اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو د پالیسۍ سلاکار او ویاند په توګه خدمت ترسره کوي.

ښاغلی متوکل د ښه استعداد، ځیرک فکر، لرلید څښتن او د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاعر دی.
 

.