د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو یو شمېر آثار وسپارل شول

wasim_admin
Mon, Nov 16 2026 1:43 PM
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو ساتنې موزیم ته د جهادي مشر ملا خدای نظر حاجي قهرمان د ډلګۍ له لوري د شهیدو شویو مجاهدینو ۱۱ عدده انفجاري او یو شمېر نور شخصي آثار وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د جهادي آثارو د ساتنې آمریت هڅه کوي، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې موجود جهادي آثار ومومي، تثبیت یې کړي او راتلونکو نسلونو ته د لیږد په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

۱۴۴۸/۶/۵ هـ.ق