تخار کې د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې په اړه روزنیز سیمینار ترسره شو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الاعتصام فرهنګي بنسټ په همکارۍ، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو او د رسنیزو فعالانو او فرهنګي مبارزینو د فکري او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د (ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه) په نوم رسنیزو فعالانو، فرهنګیانو او یو شمېر ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیحالله انصار د افواهاتو د پېژندنې، د خپرېدو لاملونو، پر عامه افکارو د اوازو یا افواهاتو خپرولو د منفي پایلو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي انصار د رسنیز او ټولنیز مسؤلیت پر ادا کولو، د معلوماتو له خپرولو وړاندې د معلوماتو د کرهوالي د څېړلو، د ناسمو خبرونو د نه خپرولو او په ټولنه کې د عامه پوهاوي فرهنګ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه راز، د تخار ولایت یو تن دیني عالم مولوي برکتالله برهاني د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې په هوښیارانه مبارزه او د ناوړه تبلیغاتو د منفي اغېزو په مخنیوي کې د رسنیزو فعالانو، فرهنګیانو او ځوانانو د اغېزمن رول په اړه خبرې وکړې.
۱۴۴۸/۶/۵ هـ ق