تخار کې د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې په اړه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
اثنين, نوفمبر 16 2026 11:37 صباحا
..

د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الاعتصام فرهنګي بنسټ په همکارۍ، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو او د رسنیزو فعالانو او فرهنګي مبارزینو د فکري او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د (ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه) په نوم رسنیزو فعالانو، فرهنګیانو او یو شمېر ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌الله انصار د افواهاتو د پېژندنې، د خپرېدو لاملونو، پر عامه افکارو د اوازو یا افواهاتو خپرولو د منفي پایلو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي انصار د رسنیز او ټولنیز مسؤلیت پر ادا کولو، د معلوماتو له خپرولو وړاندې د معلوماتو د کره‌والي د څېړلو، د ناسمو خبرونو د نه خپرولو او په ټولنه کې د عامه پوهاوي فرهنګ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه راز، د تخار ولایت یو تن دیني عالم مولوي برکت‌الله برهاني د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې په هوښیارانه مبارزه او د ناوړه تبلیغاتو د منفي اغېزو په مخنیوي کې د رسنیزو فعالانو، فرهنګیانو او ځوانانو د اغېزمن رول په اړه خبرې وکړې.

۱۴۴۸/۶/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

أحد, نوفمبر 15 2026 2:09 مساء
Background image

لقاءنائب وزير شؤون النشر مسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في ولاية نيمروز

عقد نائب وزير شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهي، خلال زيارته إلى ولاية نيمروز، اجتماعاً تنسيقياً مع مسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في الولاية، بحضور رئيس مراقبة. . .

سبت, نوفمبر 14 2026 12:02 مساء
Background image

شُرِحَ مرسوم القيادة رقم (١٧) لمئات الشباب في مديرية آقچه

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية جوزجان، في المركز التعليمي «أكتيد» بمديرية آقچه، لقاءً توعوياً شُرِح خلاله لمئات الشباب مرسوم القيادة (حفظه الله ورعاه) رقم (١٧)، الصادر بهدف منع. . .

خميس, نوفمبر 12 2026 1:28 مساء
Background image

تسليم عشرات القطع الأثرية إلى المتحف الوطني الأفغاني

سُلّمت ٨٤ قطعة أثرية من المختبر المركزي التابع لرئاسة علم الآثار إلى المتحف الوطني الأفغاني، وذلك بعد استكمال عمليات تسجيلها وتنظيفها وصيانتها الوقائية.
وتتكون هذه القطع الأثرية من مواد. . .

BACK TO NEWS