دایکندي کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

panah_admin
Mon, Jun 02 2025 11:55 AM
..

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د منار علمي، فرهنګي او خپرنیزې ادارې په همکارۍ ( د ناوړه رواجونو د مخنیوي)  تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار جوړ کړ، چې شاوخوا ۲۰۰ تنه ځوانانو پکښې ګډون درلود.
د اطلاعات او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د سمینار ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د ناوړه رواجونو مخنیوی یې د ټولنې د اصلاح مهم ګام وباله.
ښاغلي قریشي وویل: ځوانان د ټولنې مهم قشر ده او د شریعت او اسلامي قانون پر بنسټ خپل ملي او مذهبي مراسم ترسره کول او د بې ځايه لګښتونو څخه مخنیوی کول يې مسؤليت دی.
ورپسې دیني عالم محمد حسین مهدوي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رياست محتسب سید روح ‌الله ګوهري او مولوي محمد هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د فرمان له مخې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په اړه د سمينار ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او مهمې سپارښتنې يې وکړې.

۱۴۴۶/۱۲/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 02 2025 9:39 AM
Background image

Significant Archaeological Site Discovered in Omari Camp Near Torkham

A remarkable archaeological site has been uncovered within the Omari Camp, located near the Torkham border crossing in Nangarhar province. The discovery was confirmed by the Cultural. . .

Sat, May 31 2025 10:44 AM
Background image

Kandahar Hosts the Annual Traditional Anar Gul "(Pomegranate Blossom)" Poetry Festival

The Kandahar Department of Information and Culture successfully organized the Annual Traditional Anar Gul (Pomegranate Blossom) Poetry Festival, honoring Afghanistan's rich literary. . .

Mon, May 26 2025 3:17 PM
Background image

Islamic Emirate’s Cultural Attaché Meets with Ahl al-Bayt University Officials in Tehran

In Tehran, the capital of Iran, the Cultural Attaché of the Islamic Emirate’s Embassy, Mr. Izzatullah Asif, met with officials from. The International Affairs Department of Ahl al-Bayt. . .

BACK TO NEWS