پکتیا کې د ځوانانو د یووالي، انسجام او فکري سمون غونډه ترسره شوه

پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دغه ولایت جرګو تالار کې د ځوانانو د انسجام، یووالي او فکري سمون تر سرلیک لاندې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد، سلګونه ځوانانو، د ولايت مرستيال، د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلینو، دیني علماوو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار د پرانیستې وینا تر څنګ د ځوانانو پر یووالي او فکري جوړښت خبرې وکړې.
ښاغلي اسلامیار وویل: ځوانان په یوه ټغر راټول دي، څنګه چې په تېر شل کلن اشغال کې دوی هر اړخیزه قرباني ورکړه او د دوی پر مټ مو خپلواکي تر لاسه کړه، په همدې ډول به د قلم په واسطه اسلامي نظام ته پایښت ورکوي.
یاده غونډه کې د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولو شته ستونزو ته به په خپل وخت رسیدګي کوي.
ښاغلي راشد وویل: د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو پروګرامونه په پام کې لرو، تر څو د هیواد په ابادۍ کې ترې کار واخیستل شي.
ښاغلي راشد زياته کړه؛ د ځوانانو د انسجام او اقتصادي پیاوړتیا په موخه امیرالمؤمنین حفظه الله ته طرحې وړاندې شوي، چې شته خنډونه او ستونزې به یې په وسیله حل شي، د ځوان قشر د روزنې لپاره پلان لرو، چې ځانګړي سیمنارونه او پروګرامونه ترسره کړو.
د غونډې په پای کې د مسؤلینو او ګډونوالو تر منځ ازاد بحث وشو، چې د ځوانانو یو شمیر پوښتنو ته د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد لخوا ډاډبښونکي ځوابونه ورکړل شول.
۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۶ هـ ل