د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له یو شمېر لوحو څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمېسيون د څارنې په لړ کې دا ځل د کابل ښار شپږمې ناحیې (علاؤالدین څلور لارې) اړوند لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د یاد کمېسيون د ساحوي کمېټې مشر قاري ولي ګل جواد له هټیوالو، اصنافو او ښاریانو سره د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې په اړه خبرې وکړې او د دغې کمېټې د کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
دغه راز نوموړي د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د پروسې د اهدافو او کړنلارو په اړه هټیوالو، اصنافو، ښاریانو او رسنيو ته معلومات ورکړل او د یو شمېر غیر معیاري لوحو د لرې کولو ترڅنګ یې د بدیلو کليمو وړاندیزونه ورته وکړل.
په ورته وخت کې هټیوالو، اصنافو او ښاریانو د دغې کمېټې د هڅو ستایلو ترڅنګ دغه اقدام د ملي ژبو او فرهنګي ارزښتونو د ودې او ساتنې لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به بشپړه همکاري کوي.
۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هـ ق