فاریاب کې لسګونه ځوانان د ښې ویناوالۍ له دوه میاشتني پروګرام څخه فارغ شول

panah_admin
خميس, مايو 29 2025 9:33 صباحا
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له وړیا ښونیز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د ښې ویناوالۍ له دوه میاشتني پروګرام څخه فارغ شول، چې  موخه یې د ځوان نسل د روزنه، د وينا کولو په برخه کې د دوی د مهارت لوړولو او په فرهنګي پروګرامونو کې فعاله ګډون کول و.
د ځوانانو چارو آمر په ټولنه کې د ځوانانو رول ته په اشارې وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست ژمن دی، چې د ښوونيزو او فرهنګي پروګرامونو په برابرولو سره، ځوانانو ته د فکري روزنې او بېلابېلو مهارتي زده کړو زمينه برابره کړي، ځکه ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثت لري او پر دوی پانګونه د هېواد پر راتلونکي پانګونه ده.
نوموړي زیاته کړه؛ چې د داسې پروګرامونو په برابرولو سره، ځوانان کولای شي په خپل ځان باور پیدا او د يو باخبره او اغیزمن شخص په توګه په بېلابېلو ټولنيزو او کلتوري برخو کې رغنده رول ولوبوي.
فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ. ق

تازه ترین اخبار

اثنين, يونيو 02 2025 9:42 صباحا
Background image

اكتشاف موقع أثري تاريخي في مخيم عمري قرب طورخم

كشفت رئاسة الإعلام الثقافة والإعلام في ولاية ننجرهار، عبر فريق مدرية التراث، عن موقع أثري وتاريخي داخل مخيم "عمري" الواقع قرب منطقة طورخم، حيث تم العثور على آثار وشواهد تعود إلى عصور. . .

سبت, مايو 31 2025 11:32 صباحا
Background image

إقامة الأمسية الشعرية السنوية التقليدية لأنار گل في قندهار

أقيمت في ولاية قندهار الأمسية الشعرية السنوية التقليدية تحت عنوان أنار گل (زهور الرمان)، بتنظيم من رئاسة الإعلام والثقافة في الولاية، بحضور سعادة نائب رئيس الوزراء للشؤون الإدارية،. . .

اثنين, مايو 26 2025 3:36 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

يوم الاثنين (28 من ذي القعدة الحرام 1446هـ) عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب برئاسة نائب وزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهِي، وبحضور رئيس وكالة أنباء. . .

BACK TO NEWS