مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
..

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: په دغه نندارتون کې د مقر ولسوالۍ د عامه کتابتون د کتابونو ترڅنګ، د یادې ولسوالۍ د کتاب‌ پلورونکو له لوري زرګونه ټوکه اسلامي، تاریخي، تدریسي او معلوماتي کتابونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې سلګونو کسانو ترې لیدنه وکړه.
ښاغلي نثار زیاته کړه، چې د پوهې کاروان د نندارتون موخه په ټولنه کې د کتاب ارزښت پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، لرې پرتو سیمو ته د فرهنګي فعالیتونو غځول، د لیکوالانو او ژباړونکو نوي چاپ شوي آثار ټولنې ته وړاندې کول او کتاب‌ پلورونکو ته د بازار موندنې زمینه برابرول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د کتابونو نندارتون جوړېږي او هڅې دي چې د ورته فرهنګي فعالیتونو لړۍ د غزني نورو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د باختر اژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي استازي مولوي احسان الله حسان د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د باختر اژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان الله حسان هلمند ولایت د سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت، اړتیاوو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۰:۱۳
Background image

غور کې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې ښوونیز پروګرام پیل شو

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډې همکارۍ د هېواد په لوېدیځ زون کې، د دغه ولایت د ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۰:۱۰
Background image

جوزجان کې زندانیانو ته د (بدلون او سمون پیل) تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د دغه ولایت د زندان مدیریت په همکارۍ، زندانیانو ته د (بدلون او سمون پیل) تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار ترسره. . .

BACK TO NEWS