د باختر اژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي استازي مولوي احسان الله حسان د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د باختر اژانس رئیس او د مهاجرینو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان الله حسان هلمند ولایت د سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت، اړتیاوو او ستونزو د ارزونې او په دې اړه د کره معلوماتو راټولولو په موخه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس حافظ عبدالباري راشد او د یاد ریاست له اړوندو کارکوونکو سره وکتل.
په یاده کتنه کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت، اړتیاوو او د هغوی په تړاو د اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي راشد د مهاجرینو د وضعیت په اړه د کره معلوماتو راټولولو او د هغوی د ستونزو د انعکاس په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د مهاجرینو په اړه د عامه پوهاوي او معلوماتو د خپرولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
دغه راز مولوي احسان الله حسان د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د ستونزو او اړتیاوو د معلومولو پر اهمیت خبرې وکړې او سپارښتنه یې وکړه، چې د مهاجرینو په اړه دې کره، تازه او پر وخت معلومات راټول او له رسنیو سره شریک شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو د عامه پوهاوي په برخه کې دې د رسنیو له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د مهاجرینو د حقونو، شته مرستو، اړوندو خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي د لارو چارو په اړه دې خلکو ته لازم معلومات وړاندې شي.
۱۴۴۸/۶/۱۲ق
