زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان په اړه لسګونو ځوانانو سره د عامه پوهاوي یو ورځنۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د ۱۷مه ګڼه فرمان باید خلکو ته ورسېږي او باید ټول یې په پلي کولو کې پوره هڅې وکړو.
نوموړي زیاته کړه، چې د بې ځایه لګښتونو او ناوړه دودونو مخنیوی د ټولنې اړتیا ده، خلک باید اسراف او غیر ضروري مصارفو و نه کړي.
د غونډې په لړ کې ګډونوالو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان محتوا هم تشریح شوه.
دغه راز ګډونوالو د یادې غونډې له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د داسې پروګرامونو له لارې خلک کولای شي، چې د فرامینو په اړه ښه معلومات ترلاسه کړي. دوی ژمنه وکړه چې د عامه پوهاوي په برخه کې به له اړوندو مسؤلینو سره پوره همکاري کوي.
۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق
