د لغمان موزیم کې ۲۴ قلمه فرهنګي او تاریخي اثار ثبت شول
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر وايي؛ چې د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند محلي موزیم څخه د ملي موزیم او لرغون پېژندنې مسکلي پلاوي لیدنه وکړه او د دې لیدنې پر مهال یې د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست موزیم کې ۲۴ قلمه تاریخي آثار ثبت او ډیټابس ته داخل کړل.
د نوموړي په وینا؛ د دغو اثارو ثبت او خوندي کول د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، مستند کولو او راتلونکو نسلونو ته د لېږد په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق
