د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ممتاز زده کوونکي په ډالیو ونازول شول
سه شنبه (۲۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري څه موده وړاندې په یحی خیلو ولسوالۍ کې له۷۰ تنو زده کوونکو او ځوانانو څخه د (اسلامي تعلیماتو) کتاب ازموینه اخیستل شوې وه، چې نن يې د يوې غونډې په ترڅ کې پایلې اعلان شوې.
د غونډې ګډونوال ديني عالم مولوي روح الامین ځوانان د ټولنې مهمه برخه یاده کړه او ویې ویل: د دا ډول غونډو ترتیبول ځوانانو ته دا انګیزه ورکوي، چې خپل راتلونکي ته ښه پاملرنه وکړي.
د زېور اکاډمۍ مسؤل استاد سیف الرحمن زېور د د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وستایل او زیاته یې کړه؛ د دا ډول پروګرامونو جوړول، د زده کوونکو فکري او علمي استعداد لوړولو ترڅنګ زده کړو ته تشویق او عمومي معلوماتو کې زیاتوالی راولي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب د سيالۍ پر اهميت خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ د ځوانانو تر منځ د مطالعې د دود پياوړي کولو او سالم رقابت رامنځته کولو لپاره دا ډول سيالۍ اړينې دي او پلان لري، چې په ټولو ولسواليو کې ورته پروګرامونه ترسره کړي.
د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته کمپيوټر، دويم او درېيم مقام ګټونکي ته ځيرک مبايلونه او تر لسم مقام پورې بېلابېلې جايزې او کتابونه ډالۍ شول.
۱۴۰۳/۲/۱۸ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۷ میلادي