ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیبالله الهام د مشرتابه (حفظه الله) لخوا د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ناوړه دودونه په ټولنه کې د اختلافاتو او بدو پایلو لامل کیږي، چې باید مخنیوی يې وشي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د سیمینار د اهمیت او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: له دغه سیمینار څخه موخه په خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی دی، ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي، ترڅو ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي.
۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق
