نیمروز کې لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۴۶
..

 د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د عالیقدر د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه هراړخیز معلومات وړاندي کړل او ويې ویل: په ټولنه کې ځينې ناسم رواجونه د اختلافاتو او بدو پایلو لامل کیږي، چې باید مخنیوی يې وشي.
د سیمینار په لړ کې د ځوانانو چارو آمر هم د دغه سیمینار د اهمیت او د ناوړه دودونو د مخنیوي پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: له دغه روزنیز سیمینار څخه موخه د ناوړه دودونو په اړه د پوهاوي لوړول دي، د ځوانانو چارو آمر د ناوړه دودونو د لمنځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه دې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته عامه پوهاوی وکړي.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۹
Background image

محمدآغې ولسوالۍ کې د عینک خصوصي راډیو دویمه څانګه پرانیستل شوه

عینک خصوصي راډیو، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت لري، خپله دویمه څانګه یې په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پرانېسته، چې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د شپږمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د شپږمې ناحیې (چهاردهی بازار سرک) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

د کاپي رایټ اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب. . .

BACK TO NEWS