نیمروز کې لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندې شو
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیبالله الهام د عالیقدر د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه هراړخیز معلومات وړاندي کړل او ويې ویل: په ټولنه کې ځينې ناسم رواجونه د اختلافاتو او بدو پایلو لامل کیږي، چې باید مخنیوی يې وشي.
د سیمینار په لړ کې د ځوانانو چارو آمر هم د دغه سیمینار د اهمیت او د ناوړه دودونو د مخنیوي پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: له دغه روزنیز سیمینار څخه موخه د ناوړه دودونو په اړه د پوهاوي لوړول دي، د ځوانانو چارو آمر د ناوړه دودونو د لمنځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه دې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته عامه پوهاوی وکړي.
۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق
