ننګرهار کې د استاد پوهاند فضل ولي ناګار په وياړ مشاعره جوړه شوه
دوشنبه ( ۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د بټي کوټ ولسوالۍ ځوانانو شورا له لوري د يادې ولسوالۍ درېيم فارم کې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند فضل ولي ناګار په وياړ مشاعره وشوه، چې پکې د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري، د يو شمېر ادارو مسوولینو، د پوهنتون استادانو، د بېلابېلو ولایتونو او کوزې پښتونخوا نامتو شاعرانو، ځوانانو او د ادب مينه والو برخه اخیستې وه.
د ولایت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د امن او خوښۍ په فضاء کې ټول قشرونه راټول شوي او مشاعره کوي.
ښاغلي بنوري د شعر، شاعرۍ، ادب او فرهنګ په ګټو هم خبرې وکړې او ويې ويل؛ داسې شعرونه ووايئ چې پکښې د دين او وطن ګټې نغښتې وي، همداراز يې وړانديز وکړ، چې دا ډول مشاعرې بايد نورو سيمو کې هم جوړې شي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند فضل ولي ناګار چې په وياړ يې دا مشاعره جوړه شوې وه، له ټولو مسوولینو او ځوانانو مننه وکړه، چې په ژوند يې د ده هڅې وستايلې.
مشاعره کې د هېواد د نوموتو شاعرانو او ترانه ویوونکیو سربېره د کوزې پښتونخوا شاعرانو هم خپل شعرونه او ترانې زمزمه کړې، چې د مشاعرې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادي