فاریاب کې (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې او د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) تر سرلیک لاندې د عامه پوهاوي یوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي د دغه سیمینار موخه د هېواد د معاصر تاریخ په اړه د ځوانانو د پوهې لوړول، د جهاد دورې د مبارزینو سرښندنو یادول او د ناوړه دودونو د مخنیوي د لارو چارو په اړه عامه پوهاوی کول یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه: د هېواد له تاریخي پېښو سره د ځوان نسل بلدتیا او د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو سمه پېژندنه کولای شي د ځوانانو د پوهاوي په لوړولو او په ټولنه کې د هغوی د ونډې په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
ښاغلي محمدي همدارنګه د ځوانانو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د محتوا پر پوهاوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: چې د ناوړه دودونو د اصلاح په اړه پوهاوی د دغه پروګرام له مهمې موخې څخه دی.
د سیمینار نورو ویناوالو هم د افغانستان معاصر تاریخ، د جهاد د شهیدانو، ټولنیزو ارزښتونو او د ناوړه دودونو پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې لازم پوهاوی ورکړ.
۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق
