فاریاب کې (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
ثلاثاء, سبتمبر 22 2026 12:17 مساء
..

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې او د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) تر سرلیک لاندې د عامه‌ پوهاوي یوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي د دغه سیمینار موخه د هېواد د معاصر تاریخ په اړه د ځوانانو د پوهې لوړول، د جهاد دورې د مبارزینو سرښندنو یادول او د ناوړه دودونو د مخنیوي د لارو چارو په اړه عامه پوهاوی کول یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه: د هېواد له تاریخي پېښو سره د ځوان نسل بلدتیا او د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو سمه پېژندنه کولای شي د ځوانانو د پوهاوي په لوړولو او په ټولنه کې د هغوی د ونډې په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
ښاغلي محمدي همدارنګه د ځوانانو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د محتوا پر پوهاوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: چې د ناوړه دودونو د اصلاح په اړه پوهاوی د دغه پروګرام له مهمې موخې څخه دی.
د سیمینار نورو ویناوالو هم د افغانستان معاصر تاریخ، د جهاد د شهیدانو، ټولنیزو ارزښتونو او د ناوړه دودونو پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې لازم پوهاوی ورکړ.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, سبتمبر 23 2026 10:28 صباحا
Background image

توزيع مئات اللافتات والكتيبات والمواد التوعوية المطبوعة بشأن المرسوم رقم (١٧) في ولاية غور

في إطار مواصلة برامج التوعية العامة، وزّعت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية غور، على نطاق الولاية، مواد توعوية تتعلق بالمرسوم رقم (١٧) الصادر عن أمير المؤمنين (حفظه الله)، والهادف إلى. . .

أربعاء, سبتمبر 23 2026 10:26 صباحا
Background image

لقاء نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر بمسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في ولاية بغلان 

بحث نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي، خلال لقائه مسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في ولاية بغلان، أوضاع وسائل الإعلام والتحديات التي تواجهها واحتياجاتها.
وأوضح. . .

ثلاثاء, سبتمبر 22 2026 3:52 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللافتات واللوحات الإعلانية تقيّم أوضاع اللافتات في الناحية الثالثة بالعاصمة كابل

واصلت لجنة إصلاح اللافتات واللوحات الإعلانية، التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام وهمالثقافة، أنشطتها الميدانية بتقييم اللافتات واللوحات الإعلانية ومتابعتها في منطقة «شهيد». . .

BACK TO NEWS