د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۱
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په دغه ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د عامه کتابتونونو د ریاست او تالارونو، د مطالعې د لارو چارو، د مطالعې د ارزښت، له وخت څخه اغیزمنې استفادې، د افغانستان د علماوو او لیکوالانو او په اوسني وخت کې د مطالعې فرصتونو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم راغلو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو درسي کتابونو ترڅنګ آزادې مطالعې ته هم ځانګړی وخت ورکړي. 
د ښاغلي صمیم په وینا؛ د عامه کتابتونونو ریاست د افغان ولسونو د علمي پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي او له تاسو ټولو زده کړیالانو څخه هیله ده، چې د عامه کتابتونونو د تالارونو له کتابتوني سرچینو څخه استفاده وکړی او خپل وخت په بې ځایه مصروفیتونو کې تېر نه کړی.
ورته مهال د افغانستان د علومو اکاډمي غړي محقق محمد کریم ادیب  د مطالعې او د زده کړیالانو د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د دغه سیمینار د جوړولو له امله مننه وکړه.
دغه راز زده کړیالانو د عامه کتابتونونو ریاست له ترسره کړیو علمي خدماتو او له ښونیزو ادارو سره دوامدارې همکاریو څخه مننه وکړه او دغه علمي سیمینار یې د خپلو علمي معلوماتو د بډاینې په برخه کې خورا ګټور وباله.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په دغه ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د فرهنګ او هنر معین بامیان کې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یو پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.  
د فرهنګ او هنر معین د. . .

BACK TO NEWS