د چک ولسوالۍ له مسؤلینو، علماوو، قومي مخورو او اوسېدونکو سره غونډه وشوه
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد چک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ له ولسوال مولوي حبیب الله احمد، ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو او سلګونو خلکو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د دې دغونډې موخه د مشرتابه د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرامینو تشریح، د یادو فرامینو د موخو او لارښوونو په اړه خلکو ته معلومات ورکول او په ټولنه کې د یادو فرمانونو د لا ښه تطبیق په اړه همغږي وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرامینو پلي کول، په ټولنه کې د نظم، اصلاح او د ناسمو چارو او رواجونو د مخنیوي لپاره مهم دي. اړینه ده چې د دغو فرمانونو لارښوونې خلکو ته په سمه توګه ورسول شي او په ټولنه کې یې د تطبیق لپاره ګډې هڅې وشي.
دغه راز چک ولسوال مولوي حبیب الله احمد وویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان د چک ولسوالۍ په ۱۴ حوزو کې په ډېره کچه پلي شوی دی او له دې سره سره په پوره توګه یې د پلي کیدو په برخه کې پوره هڅې روانې دي.
ورته مهال د غونډې نورو ګډونوالو هم وویل: موږ د مشرتابه هر فرمان منو او د پلي کولو په برخه کې یې د پوره همکاریو ډاډ څرګندوو.
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د ۱۷مې ګڼې فرمان د لارښوونو په اړه چمتو شوي معلوماتي بروشورونو، سټیکرونو، کتابچو، قلمونو او بنرونو چې په دغو موادو کې د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د فرمان مهم موضوعات چاپ شوي دي، وویشل شول.
۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ ق
