د لغمان عامه کتابتون ته ۵۰ ټوکه علمي، فرهنګي، تاریخي او ادبي کتابونه وسپارل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۳۰
..

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د کاکړ علمي او فرهنګ بنسټ له لوري ۵۰ ټوکه بېلابېل علمي، فرهنګي، تاریخي او د پښتو ادب اړوند کتابونه وسپارل شول.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: کتابونه د علم، پوهې او فرهنګي ارزښتونو د لېږد مهمه وسیله ده او د عامه کتابتون بډایه کول د ځوانانو، زده‌کوونکو، څېړونکو او د مطالعې مینه‌والو لپاره د لا ډېرو علمي او فرهنګي سرچینو د برابرېدو زمینه برابروي. 
دغه راز د فرهنګ او ګرځندوی امر محمد یعقوب ایوبي وویل: عامه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر چتر لاندې د مطالعې او فرهنګي فعالیتونو مهم مرکز دی. نوموړي د کاکړ علمي او فرهنګ بنسټ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د کتابتون د لا پیاوړتیا لپاره به د کتابونو د راټولولو لړۍ دوام ولري.
ورته مهال د کاکړ علمي او فرهنګي بنسټ مسؤل وویل: دغه کتابونه د عامه کتابتون د بډاینې او د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه عامه کتابتون ته ډالۍ شول.

۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه. . .

BACK TO NEWS