د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
..

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه وشوه.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي په دې غونډه کې د حقایقو په انعکاس او ټولنې ته د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول اغېزمن وباله او ویې ویل: رسنۍ د واقعیتونو په انعکاس کولو کې مهم رول لري.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي یاد ریاست د رسنیو او خبریالانو ګډ کور وباله او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی او تل هڅه کوي، چې د رسنیو ستونزو حل ته مناسبې حل‌لارې پیدا کړي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د رسنیو ملاتړی او له رسنیو سره همکار دی.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ ازاد بحث وشو او د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو خپلې نظریې او ستونزې شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیو د فزیکي اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست  د رسنیو د اسنادو د ساتنې او خوندي کولو او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي په موخه، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او لا ښې همغږۍ په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره غونډه. . .

BACK TO NEWS