د لغمان عامه کتابتون ته ۵۰ ټوکه علمي، فرهنګي، تاریخي او ادبي کتابونه وسپارل شول
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د کاکړ علمي او فرهنګ بنسټ له لوري ۵۰ ټوکه بېلابېل علمي، فرهنګي، تاریخي او د پښتو ادب اړوند کتابونه وسپارل شول.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: کتابونه د علم، پوهې او فرهنګي ارزښتونو د لېږد مهمه وسیله ده او د عامه کتابتون بډایه کول د ځوانانو، زدهکوونکو، څېړونکو او د مطالعې مینهوالو لپاره د لا ډېرو علمي او فرهنګي سرچینو د برابرېدو زمینه برابروي.
دغه راز د فرهنګ او ګرځندوی امر محمد یعقوب ایوبي وویل: عامه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر چتر لاندې د مطالعې او فرهنګي فعالیتونو مهم مرکز دی. نوموړي د کاکړ علمي او فرهنګ بنسټ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د کتابتون د لا پیاوړتیا لپاره به د کتابونو د راټولولو لړۍ دوام ولري.
ورته مهال د کاکړ علمي او فرهنګي بنسټ مسؤل وویل: دغه کتابونه د عامه کتابتون د بډاینې او د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه عامه کتابتون ته ډالۍ شول.
۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق