د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين د کتاب لوستنې عامولو او ليکوالانو څخه د ملاتړ خبر ورکوي
سهشنبه (۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د کتاب د نړيوالې ورځې په مناسبت خپلو خبرو کې وايي: د غور ولايت عامه کتابتون د زرګونو کتابونو په درلودو سره د تعليم او تحصيل د مينوالو په ځانګړي ډول د ځوانانو پرمخ هر وخت خلاص دی، هڅه کوو چې عامه کتابتون کې د مطالعې لپاره نور سهولتونه هم برابر کړو، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې مطالعې ته مخه کړي، او د ګټورو کتابونو په مطالعې سره خپله علمي سويه لوړه کړي.
د ښاغلي زعيم په وينا؛ د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د د وزارت مقام په همکارۍ د ټولو هغو ليکوالانو ملاتړ او ورسره د اصولو او پاليسۍ مطابق همکاري کوي، چې ارزښتمن او مثبت آثار يې ليکلي وي.
د يادونې وړ ده چې د ا.ا.ا. په حاکميت سره په هېواد کې د کتابخانو د تمويل او تجهيز کارونه ډير شوي دي، د کتاب لوستنې لپاره نندارتونونه جوړ شوي او د ليکوالانو ملاتړ شوی او همکارۍ ورسره شوي دي.
۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هـ ل