د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۴۸
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري په مشرۍ، د غږیزو او انځوریزو رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري په ټولنه کې د رسنیو پر رول او ارزښت خبرې وکړې او د رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د اصولو، اسلامي شریعت او افغاني کلتور په پام کې نیولو سره خپل نشرات وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر د رسنیو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د رسنیو مسؤلینو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې د رسنیو استازو د مطرح شویو موضوعاتو د عملي کولو ډاډ څرګند کړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د پلچرخي مسافر وړونکي ترمینل کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پلچرخي مسافر وړونکي ترمینل کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، د انساني قاچاق، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د لمانځه د اقامې او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د ثبت ټیم په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې یو شمېر جهادي آثار راټول او ثبت کړل

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د ثبت ټیم د تېرو دوو ورځو په لړ کې د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په همکارۍ یو شمېر جهادي آثار راټول او ثبت کړل.
په دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الاعتصام علمې ادارې په ګډې همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS