د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري په مشرۍ، د غږیزو او انځوریزو رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري په ټولنه کې د رسنیو پر رول او ارزښت خبرې وکړې او د رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د اصولو، اسلامي شریعت او افغاني کلتور په پام کې نیولو سره خپل نشرات وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر د رسنیو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د رسنیو مسؤلینو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې د رسنیو استازو د مطرح شویو موضوعاتو د عملي کولو ډاډ څرګند کړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق