د ترکمنستان سوداګريز پلاوي د هرات له مصلی او اختیارالدين کلا څخه ليدنه وکړه
تېره ورځ د ترکمنستان سوداګريز پلاوي د نوکر قلي اتاقلي اف په مشرۍ د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رئيس مولوی احمدالله متقي په ملتيا د هرات ولات له مصلی او اختيارالدين کلا څخه ليدنه وکړه .
د ليدنې په ترڅ کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي د ترکمنستان او افغانستان په فرهنګي او تاريخي مشترکاتو خبرې وکړې او ويې ويل: هرات کې د ترکمن واکمنانو له واکمنۍ څخه ډیر آثار پاتې دي، چې نن ورځ د افغان او ترک ملتونو له وياړونو څخه شمارل کيږي، ښاغلي متقي د افغانستان د تاريخي آثارو په بیارغولو کې د ترکمنستان ونډه مهمه وبلله.
د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنعت رئيس او د ياد سوداګريز پلاوي مشر نوکر قلی اتاقلی اف د افغانستان او ترکمنستان د فرهنګي او اقتصادي اړيکو په تقويت خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ د هرات ولايت د تاريخي آبدو په بيارغولو کې به ترکمنستان همکاري وکړي، ښاغلي نوکر قلي خوښي څرګنده کړه، چې هرات ولايت کې تاريخي آبدې تر اوسه ساتل شوې دي.
۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادی
۱۴۴۵/۱۰/۲۷ ه ق