د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر فرهنګپالانو سره وکتل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۲۰
..

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر فرهنګپالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دغې ناسته کې د ازرې ولسوالۍ د منګل درې د جامع مسجد خطیب مولوي نورخان روحاني، قومي مشر مدیر صاحب محمد عمر احمدزي او استاد محمد ایوب حبیبي سره د یادې ولسوالۍ د فرهنګي، ځوانانو، ادبي، علمي او ګرځندوی ظرفیتونو او شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو برخو د لا پیاوړتیا په موخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د ازرې ولسوالۍ د ولسونو همکاري او ملاتړ د ستاینې وړ وباله او له ترې یې وغوښتل؛ چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان په پلي کېدو، د تاریخي او تفریحي سیمو په ساتنه او د فرهنګي ارزښتونو په خوندي کولو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
نوموړي همدارنګه د ازرې ولسوالۍ لپاره د اطلاع رسونې، ځوانانو، فرهنګي او ادبي پروګرامونو د پراختیا، تفریحي سیمو ته د کورنیو سېلانیانو د ورتګ د زمینې برابرولو او یو شمېر نورو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د یادې ولسوالۍ د فرهنګي ودې لپاره لازمې همکارۍ وکړي.

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره ولیدل

د خوست ولایت د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمد صابر صابري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست ویلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او د روسیې دولتي کتابتون مسؤلینو ترمنځ لومړنۍ ٍانلاین غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د روسیې دولتي کتابتون د ډیجیټل مسؤل ښاغلي دینیس ارېنداروک او د یاد کتابتون د بهرنیو چارو مسؤلې آغلې ایرینا کایشون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د ساحوي فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS