د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر فرهنګپالانو سره وکتل
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر فرهنګپالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دغې ناسته کې د ازرې ولسوالۍ د منګل درې د جامع مسجد خطیب مولوي نورخان روحاني، قومي مشر مدیر صاحب محمد عمر احمدزي او استاد محمد ایوب حبیبي سره د یادې ولسوالۍ د فرهنګي، ځوانانو، ادبي، علمي او ګرځندوی ظرفیتونو او شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو برخو د لا پیاوړتیا په موخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د ازرې ولسوالۍ د ولسونو همکاري او ملاتړ د ستاینې وړ وباله او له ترې یې وغوښتل؛ چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان په پلي کېدو، د تاریخي او تفریحي سیمو په ساتنه او د فرهنګي ارزښتونو په خوندي کولو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
نوموړي همدارنګه د ازرې ولسوالۍ لپاره د اطلاع رسونې، ځوانانو، فرهنګي او ادبي پروګرامونو د پراختیا، تفریحي سیمو ته د کورنیو سېلانیانو د ورتګ د زمینې برابرولو او یو شمېر نورو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د یادې ولسوالۍ د فرهنګي ودې لپاره لازمې همکارۍ وکړي.
۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق