جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
…

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: له دې ازموينې څخه يې موخه د نبي کريم ﷺ له سيرت سره د ځوانانو اشنا کول دي، امتحان کې د مرکز او آقچې ولسوالۍ څخه ۹۰۰ تنو  ګډون کړی وو.

ښاغلي بابري زياته کړه؛ دا مهال يې په جوزجان ولايت کې له ۳۰۰۰ تنو څخه ډېرو ته د لوړو زده کړو موسسو، انسټيټيوټونو او ښوونيزو مرکزونو سره د هوکړه ليکونو په ترسره کولو او د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې  د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۴
Background image

د میدان وردګو د نظامي محکمې مسؤلينو له مجاهد موزیم څخه ليدنه وکړه

یکشنبه( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د نظامي محکمې قاضي او میدان وردګو ولایت د امنیتي شورا غړي الحاج مفتي سعيد د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۱۵
Background image

کندوز زون کې د فریلانسېنګ برخې دویم پړاو ازموینه ترسره شوه

یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وويل: اونۍ وړاندې د کندوز زون په کچه له سلګونه تنه ځوانانو څخه د اطلاعاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له سيمه ييزو راډيوګانو څخه لیدنه وکړه

یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني او د اطلاعاتو آمر عابد آغا په کندهار کي د تبسم او تحسين القران سیمه ييزو راډيوګانو څخه لیدنه وکړه.

ښا. . .

BACK TO NEWS