د میدان وردګو د نظامي محکمې مسؤلينو له مجاهد موزیم څخه ليدنه وکړه
یکشنبه( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د نظامي محکمې قاضي او میدان وردګو ولایت د امنیتي شورا غړي الحاج مفتي سعيد د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي د مجاهد موزیم د نظامي او لرغونو آثارو په ليدلو خو ښي څرګنده کړه او د یاد ریاست له کړنو یې مننه وکړه.
مفتي سعيد زیاته کړه؛ دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي امارت زړورو مجاهدينو اشغالګرو ته په خپل لاس جوړ شویو نظامي وسایلو عبرتناکه ماتې ورکړه او د خوښۍ ځای دی چې د دوی په لاس جوړ شوي نظامي آثار راتلونکي تاریخ ته ساتل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبيب الله مجاهد د ښاغلي سعيد له راتګ څخه مننه وکړه او تر څنګ یې یو ځل بیا د میدان وردګو ولایت له ټولو مجاهدينو و غوښتل تر څو په خپل لاس جوړ شوي نظامي آثار، له اشغالګرو غنیمت شوي توکي او د شهیدانو آثار مجاهد ملي موزیم ته وسپاري تر څو راتلونکي تاريخ ته محفوظ وساتل شي.
۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل