د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د پروژې او پروپوزل ليکنې ښوونيز سمينار پای ته ورسېد
دوشنبه (۲۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروژې او پروپوزل ليکنې څلور ورځنی ښوونيز سمينار چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري سرچينو رياست د ادارې د ظرفيت لوړونې او پراختيا آمريت له لوري پيل شوی و، نن پای ته ورسېد، چې یادو مراسمو کې د وزارت مقام د دفتر رئيس، د پلان او پاليسۍ، د بشري سرچينو، د افغان فلم، د خلکو فرهنګ، هنرستان رياستونو رئيسانو او کارمندانو ګډون کړی وو.
یادو مراسمو ته د افغان فلم رئیس مولوي فیض الله جوهري په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشرتابه څخه د دا ډول ښوونيزو سمينارونو د جوړولو له امله مننه وکړه، او د ادارې د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره يې د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د مراسمو په پای کې د بشري سرچينو رياست له لوري د سمينار ګډونوالو ته تصديقونه وويشل شول او مراسم په دعايې لوستلو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۴/۴/۲۹ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۰ هــ ل