د کتابونو ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
Mon, Feb 03 2025 2:45 PM
xsdcfv

دوشنبه ( ۴ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينیت کې د یاد معينيت د معين مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه.
غونډه د قرانکريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د خپرونو چارو معين  مهاجر فراهي د کتابونو د ارزونې کميسيون د فعاليوتونو ارزونه وکړه.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې د يو شمېر کتابونو په اړه د کميسيون د غړو له لوري نظريات شريک شول او هغه شمېر کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ليکل شوي وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په وروستيو کې د کميسيون په غړو هغه کتابونه ووېشل شول، چې دې کميسيون ته د ارزونې په موخه راوړل شوي وو، تر څو يې آينده غونډې ته راپور وړاندې کړي. 

۱۴۴۶/۸/۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۵ ل