لغمان کې له غربي ولايتونو څخه راغليو مشرانو ته د کلتور او تاريخي سيمو معلومات ورکړل شول

tawana_admin
Thu, Jan 30 2025 2:50 PM
Xvxgx

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو لخوا د هېواد له غربي ولایتونو څخه راغلو مشرانو ته د دې ولایت د کلتور او تاریخي سیمو په اړه معلومات ورکړل شول.

د هېواد له غربي ولایتونو نیمروز، فراه، بادغیس او هرات څخه يوه ډله قومي مخور لغمان ته راغلي وو، چې د دې ولایت له تاریخي سیمو لکه مهترلام بابا زیارت او ځینو پارکونو څخه یې لیدنه وکړه او د لغمان د خلکو د کلتور او مېلمه پالنې څخه يې قدردانی وکړ.

هغوی د مهترلام بابا زیارت له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر محمد یعقوب ایوبي او د کلتوري میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد نادر مخور لخوا ورته د یادې تاریخي آبدې د قدامت او ارزښت په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول، همداراز یې د دې ولایت د کلتور، مېلمه پالنې او نورو دودونو په اړه معلومات ورکړل.

راغلو مشرانو د لغمان د خلکو له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او د اطلاعاتو کلتور ریاست هڅې یې وستایلې، چې د دې ولایت د تاریخي سیمو د ساتنې او کلتور د غنامندۍ لپاره یې ترسره کړي.

 

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق

۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل