غزني کې د فرهنګي میراثونو ساتنې په اړه غونډه ترسره شوه

tawana_admin
Sun, Jan 19 2025 5:31 PM
Xbbfxvv

د غزني ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست د مسؤلینو، ولایت مقام او ښوونې او روزنې د استازو په ګډون له ځایي خلکو او علماوو سره د فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د فرهنګي میراثونو په اهمیت خبرې وکړې او د فرهنګي ځایونو په ساتنه او بیارغونه کې يې د ولس رول مهم یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې خلک دې له دولت سره د یادو ځایونو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. 

نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې ټولنې ته د خپل اصیل فرهنګ په را ګرځولو کې ورسره مرسته وکړي او د خپلو تاریخي ځایونو او اثارو په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي.

د ولایت مقام استازي محمد خان جلالزي وویل: د تاریخي ځایونو ساتل او پالل د ټولو ولسونو ملي مسؤلیت دی، چې باید پام ورته وشي، ولسونه باید د دې کار لپاره لاسونه سره ورکړي او له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د تاریخي ابداتو په ساتنه کې رول ولوبوي.

همدارنګه ځايي خلکو د تاریخي آبدو د ساتنې په برخه کې د خپلو وړاندیزونو او غوښتنو د شریکولو تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. 

دوی ټینګار وکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولسونه باید په ګډه د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.

غزني د اسلامي تاریخ یوه مهمه سیمه ده، چې د علم، ادب، هنر، او د غزنويانو سلطنت پورې تړلي تاریخ لرونکي ابدات لري، د دې ښار تاریخی ځایونه د کلتور او هنر یوه بډایه ټولګه ده، چې په اسلامي نړۍ کې له زیات ارزښته برخمنه ده.

 

 

۱۴۴۶/۷/۱۸ ق

۱۴۰۳/۱۰/۳۰ ل